طالبان او شرګډي روشنفکران !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                        

له بده مرغه موږ په ټولنه کې داسې روشنفکران لرو چې له طالبانو زیاتې تیاره اندیښنې لري. دوی که څه هم په ښکاره د ډاکټر ، پروفیسور ، پوهان ، څېړونکي او په دا شان نورو نومونو ځانونه غټوی او پړسوي ، خو هیواد کې دننه د لویدیځوالو د نادودو، په دولت کې د فساد او په دولتي واک کې د نظارشورا او جمعیت په غوړ ګډون د نیوکو په پلمه، د طالبانو ملاتړ او لاسنیوي ته پنا وړي.

دوی هڅه کوي د طالبانو نادودو او کرغیړنو اعمالو ته د منلو نظریاتي جواز وتراشي او ټولنې ته د موجوده نظام د بدیل پتوګه طالباني نظام وروپيژني !        

داسې کسان که د طالباني تفکر د مخکښ قشر پتوګه، طالبانوسره په ګډه دولتي واک ترلاسه کړی له هغه څه څخه چې طالبانو په ۱۹۹۶ ــ ۲۰۰۱ کلونو کې د خپلې واکمنۍ په مهال او یا له هغې روسته د افغانستان په کلو، بانډو او ښارونو کې سرته رسولي ، ښايی له هغو اخوا ورانۍ او ویجاړۍ ترسره کړي !

بلخوا د داسې کسانو یو زیات شمیرد طالبانو د نادودو په اړه چوپه خوله دي او دا چې وايي چوپتیا د رضا نښه ده په چوپه خوله د طالبانو پر کرغیړنو کړنو د تایید ټاپه لګوي. خو نور شمېر يي په دې اند دي، د مدني ارونو پرځای باید ټولنه د طالبانو په دود رهبري شي . دوی غواړي یو سوچه اسلامي نظام چې هلته په سلو کې سل اسلامي شریعت چې نه يی پخوا په تاریخ کې چا عملي بېلګه لیدلې او نه يي اوس چیری په کوم اسلامي ملک کې پته لګي، د ۲۱ مې پيړۍ په ننني افغانستان کې هم پلی کړي او فکر کوي چې اوس هم افغانان د مدني نظام لپاره چمتو نه دي . دیموکراسي ، د وګړو انساني او مدني حقوق ، د ښځو حقوق ، د بیان او عقیدي ازادي دا ټول د لویدیځ ارزښتونه بولي او په ختیځ ، اسلامي هیوادونو او افغانستان کې دا هرڅه د دوی په ګومان پردی او نااشنا څيزونه دي چې د چلښت وړتوب نه دي !

دوی داسې انګیري، هغه کسان چې د مدني نظام خبرې کوي او افغانستان کې د داسې نظام پلیتوب غواړي، له افغاني ټولنې ژوره څېړنه نلري او یا د خپلې ټولنې د پرمختګ پړاوونه په پام کې نه نیسي او په پټو سترګو د لویدیځ ارزښتونه په هیواد کې پلي کول غواړي .     

 نور شمېر يي بیا داسې انګیري او وايی ښه ونه شول چې د طالبانو لومړۍ واکمني هومره ژر نسکوره شوه. داسې دلایل، که چیری طالبان په واک کې پاتې شوی وای افغانستان به يي ۱۴۰۰ کاله شاته بیولای وای، یا له افغانستان څخه به يي د هغه مهال دښته او له افغانانو به يي ددې دښتې شبانه جوړ کړی وای، بایزه ګڼي. د دوی په اند ملامتیا د هغه چا پر غاړه ده چې طالبان يي د منځنیو پيړیو د غوښتنو له پليتوب څخه راوګرځول . طالبان باید پر افغانستان بیا واکمن شي چې خپله نیمپاتې او نیمګړې کړنلار له سره پیل او بشپړ کړي.

ترټولو بده دا ده، دغه پوهان او روشنفکران د طالبانو او نورو توندلارو بربریت او وحشت د ملي مقاومت او جهاد په نوم یادوي. دوی دا هیروي چې داسې خبرې لومړی د ای ایس ای او پنجابي پوځیانو لخوا څو کسانو ته په خوله کې ورکول کیږي او روسته د دوی په مرسته دود کیږی.

په تېر پير کې هم افغانانو په اصطلاح د طالبانو د داسې ملي مقاومت او جهاد خوند څکلی چې ویل به يي موږ دا هر څه د اعلیحضرت ظاهرشا د راتګ او واک ته د بیا رسیدو لپاره کوو او خپله واک نه غواړو او د ملت بابا هم ترې د پایلو په ناخبرتیا،  په یوې اعلاميي سره  چې روسته بیا ټول پښيمانه وو ، خپل ملاتړ اعلان کړ. خو طالبان کله چې په کندهار، کابل او زیات افغانستان واکمن شول، دوی نه یوازې د ملت بابا او د هغه پلویان بلکې ټول افغانان تېرویستل او واک يي پنجابي پوځیانو او القاعده ته تسلیم کړ او تر ټولو بده بیا دا چې د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف يي امریکایانو ته د بن لادن په نه سپارلو کې افغانستان د لویدیځ تر یرغل لاندې راوست !

نن بیا زړه لوبه به نویو شرایطو کې تکراریږی .که څه هم د طالبانو په لیکو کې ساده زړې افغانان لیدل کیږی، خو دا ځل هم  مشرتوب د افغانانو په واک کې نه دی او هغه د ای ایس ای او پنجابي پوځیانو په لاس کې خوندي دي. جګړه هم یوازې د افغان دولت پر ضد نه ده بلکې لکه د تل پشان د افغانستان پر ضد جګړه ده. اوس له دې ډول روشنفکرانو څخه پوښتنه دا ده چې تاسو د طالبانو د اوسنۍ مقاومت او جهاد او د پخواني مقاومت او جهاد په منځ کې څه توپير وینۍ ، د روشنفکرانو پتوګه له پخواني جهاد او مقاومت څخه که پښیمانه یاست نو نن بیا ولی له همغه زړې لوبې ملاتړ کوۍ او زړه مو ورپورې تړلی دی ؟

که له دغو ښاغلو وپوښتل شي چې تاسو ځانته پوهان او روشنفکران وایاست او له طالبانو په ښکاره او پټه هر ډول ننګه او ملاتړ کوۍ ، تاسو د افغانستان د بیا جوړونې او افغانانو د سوکالۍ لپاره د طالبانو په جاغور کې له استسقا لمونځونو پرته، بله کومه کړنلار او عملي پروګرام افغانانو ته ښودلای شۍ ؟ ایا د طالبانو مشرتوب ستاسو په اند ملي مشرتوب دی که دا د ای ایس ای یوه استخباراتي ډلګۍ ده ؟

 دلته غواړم د یوه روشنفکر( نوم يي نه لیکم، ځکه دلته د چا د نوم په اړه نه بلکې د هغه د اندیښنو په اړه خبره کیږي ) اندتوګه کټ مټ راواخلم، نوموړی لیکي «  ځکه ددغې ځپل شوې خاورې تاریخ په یوه پیړۍ کې دوه لویي امپراطورۍ را وپرځولې او دادی نړیوال پانګوال نړیخور نظام هم همدلته وروستي نفسونه باسي. داخبره هرچاته ښيي چې د نهرو په خبره که هوښیار وي باید ځان دغومبسو له دې ځالې لرې وساتي . باور نشي کیدای چې یا په لویدیځ کې کوم لیونی طاقت یا له ګاونډیو څخه کوم بل څوک خپل برخلیک د دوی په هیله قمارته وړاندې کړي. لروبر»

نوموړی لیکوال چې پرون يی په توندلارو کیڼ لاسو اندیښنو سره افغان ولس په تیاره او تور تم کې ډوبېدو ته هڅاوه، نن هڅه کوي چې د پنجاب د استخباراتو په ملاتړ ټوکېدلي او راپاڅېدلې طالبي خوځښت ملي مقاومت وبولي او د امپراتوریو د نسکوریدا تر ښکلي سرلیک لاندې د طالبانو نادودو ته ملي رنګ ورکړی او هغه وستايي او له دې لارې جګړه توده وساتي . دلته د لیکوال موخه د چین د فقید مشر ماتسې تونګ په وینا « د پیلانو جګړه د غونډۍ له سره ننداره کړه ! » داده چې که د لویدیځ او د اسلامي توندلارو تر منځ جګړه توده وي، جګړه کې به دواړه خواوي چې دده پروني دوښمنان دي، مري او دی به يی د غونډۍ له سره ننداره کوي . خو نوموړي لیکوال هیروي او یا ځان د ناګارو پر کوڅه سموي چې د جګړې ډګر افغانستان دی، هسې ننداره نه ده او له هر لوري افغانان وژل کیږي.

له بده مرغه داسې روشنفکران چې د طالبانو د نادودو او وحشتونو په ستاینه نه مړیږي، لږ نه دي!

« په افغانستان کي د طالبانو مشران باید په دې واقعیت پوه شي چې نــن د امریکې حکومـت په «نړئ وال کلي» (ګلوبل ویلیج) کې یواځینئ مست خان دی چې هم وسلې لري، هم پیـسې لري،هم نـــغارې لري، هم محکمه لري، هم قاضي لري، او هم د دغــو ټــولــو وســـیلــو د استعــمال اراده لـــري. هـــم زرګـر دی، هم جادوګـر دی، هم فالګــر دی هم تاویـزګر دی، هم روان ګـر دی، هم داروګـر دی، او هــــــم ســــوداګــر دی، په نـړۍ وال کلي کې دغـه ډول مــست خان ستاسې (طالبانو) په شان مخالـــفـین چې د شخــــصیت ادعــا کوي نــه شـــي زغــملـی( ۱ ) . ټول افغان »

دلته نوموړی لیکوال په طالبانو پورې، زړه تړي .د نوموړی په اند، طالبان چې افغانستان کې جګړه کوي ګوندې د خپل شخصیت د اعادي لپاره يي کوي. هغه څه چې لویدیځوال کوي هغه بیا طالبان نه کوي او په دې ډول لیکوال هڅه کوې، د لویدیځ د نادودو په وړاندې یوازینی بدیل طالبان، خلکو ته وځلوي ! دلته د طالبانو د شخصیت ادعا د افغانستان د واکمنۍ د نیولو په مانا ده. امریکا او افغان دولت په ګډه باید د طالبانو په وړاندې له جګړې څخه لاس واخلي. طالبان ازاد پریږدي چې راشي په زور او جګړې سره واکمني تر ګوتو کړي او پر افغانستان د پیریانو او دیوانو پاچايي یوځل بیا واکمنه شي. خو د افغانانو په اند، که طالبان شخصیت غواړي لومړی باید دوی له پنجاب سره خپلې اړیکې پرې کړي. که دوی دا اړیکې پالی هیڅکله د افغانانو منځ کې د شخصیت خاوندان کیدای نه شي .دوی باید وسله وغورځوي ، د افغانستان اساسي قانون ومني او د خبرو اترو له لارې د افغانانو پتوګه له دولت سره یوځای شي. روسته دې په ټولټاکنو کې ودریږي ، که د افغانانو ډېرې رايي وګټلې واک به هم ترلاسه کړي .    

یو بل روشنفکر بیا وړاندې ځي او لیکي « يوه اردو چې تر دې حده پردۍ او مزدوره وي ، څنګه يې (ملي اردو) بللى شو؟ بلكى دا خو د صليبي ايتلاف افغاني برخه ده چې دغربيانو د اهدافو د تحقق پخاطر دخپل دين اوولس په خلاف جنګيږي .ټول افغان »

نوموړي لیکوال، طالبان او مذهبي توندلارې چې د پاکستان په وسلو او پيسو د افغانستان په وړاندې جنګیږي، د دین او افغان ولس سره په تله کې یو شان تللي دي . نوموړی، طالبان د دین او ولس ساتونکي بولي اوغواړي پخپل دې حکم سره د افغانانو او نړیوالو سترګو کې خاورې وشیندی!  

په روانه اوونۍ کې افغان پولیس او خلک وايي چې پاکستاني طالبانو د افغانستان په ختیځ کې په خپل سبک د اسلامي مقرراتو د تطبیقولو لپاره خلکو ته د سزا ورکولو، وهلو او ځورولو لړۍ پیل کړې ده.

« د پاکستاني سرچینو د راپور له مخې د دغه هیواد د تحریک طالبان په سلګونو غړي او مشران لکه د سوات ملا فضل الله، د باجوړ مولوي فقیر او د مومند ایجنسۍ عبدالولي کونړ او نورستان ولایتونو ته اوښتي او هلته پر خلکو د خپلې خوښې اسلام تطبیقوي.

دوی وايي پاکستاني طالبان، چې اوږدې ږیرې او ببر سرونه لري، په کوڅو کې ګرځي او خلک د هغه څه په خاطر ځوروي چې دوی ته غیراسلامي ښکاره شي.

د دوی په وینا پاکستاني طالبان، چې تور کالي او تورې لونګۍ یې پر سر وي، هغه چا ته سزا ورکوي چې ږیره یې خرېیلې یا لنډه کړې وي، موبایل ټېلفون کاروي او یا نسوار کوي. تاند »

د افغانستان اوسني نظام که هرڅونه بد وي، لکه څنګه چې بد دی، خو نه ښايی بدیل يي ډېر او خورا بد وي . طالبان ، نظارشورا او یا د جهاد او مقاومت په نوم ددې یا هغه هیواد د جاسوسانو له نورو ډلګیو څخه باید راتلونکی نظام خوندی وي !

یادونه :

( ۱ ) : د اخځ دغه برخه زما لخوا پنډه شوې ده .

د ۲۰۱۲ کال د اپریل ۵ مه

 


April 6th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات